بارسلونا کلب د تاریخ شپېتم روزونکی اعلان کړ، نوی روزونکی یې دا ځانګړنې لري

محمود خان منندوی

د بارسلونا کلب خپل پخوانی روزونکی والورډي د ضعیفو پایلو په خاطر له دندي ګوښه کړ او پر ځای یي کیکې سیټین سمدستي معرفي کړ.

کیکې سیټین اوس 61 کلن دی او د بارسلونا کلب د تاریخ شپیتم روزونکی دی.

 د سیټین په اړه جالب مالومات:

لومړی: هغه فوټبال د ساحلي فوټبال څخه شروع کړ او د هسپانیا د ساحلي فوټبال لوبډلي له پاره هم لوبیدلی دی.

دوهم: کله چې سیټین د راسینګ سانټانډر روزونکی وو، هغه ته یي د ” ال مائسټرو” ( استاد) لقب ورکړی و او په دې کلب هغه د بریالي دوران په خاطر د دې کلب د ستورو څخه یادیږي. هغه په دوو وختونو کې او په مجموع کې په 12 فصلونو کې د سانټانډر کلب له پاره ولوبیدئ او په 2001/02 فصل کې د دې کلب روزونکی شو.

 درېیم: سیټین تر نریکې اوریسائولا (1961) او لاورانو روئیس (1976) وروسته، د بارسلونا درېیم روزونکی دی چې د کانټربریا سیمي سره تعلق لري.

څلورم:  سیټین د لوبغاړي په توګه 22 ځله د بارسلونا سره مخ شوی دی، چې 5 بریاوي، 5 مساوي او 12 ماتې یي کارنامه ده او دوه ګولونه یي هم پر بارسلونا لګولي دي. یو ځل په 1990/91 فصل کې د بارسلونا په 2-1 بریا کې د لوګرونیس پر وړاندې او یو ځل هم په 1994/95 کې د راسینګ په 5-0 بریا کې د بارسلونا پر وړاندې.

 پنځم: هغه اووه ځله د روزونکې په توګه د بارسلونا سره مخ سوی دی، چې 6 ماتي او یوه بریا یي پایله وه. د هغه یوازينۍ بریا په 2018/19 فصل کې په نیو کمپ کې وو.

 شپږم:  هغه د روزونکې په توګه د راسینګ سانټانډر، پولي اخیډو، لوګرونیس، لوګو، لاس پالماس او ریال بیټیس سره کار کړی دئ. هغه یوه لوبه د استوایي ګیني پر وړاندې هم د روزونکې په توګه کړې ده.

اووم: یو ځل کیکې سیټین د بارسلونا د لوبې د لیدو له پاره نیو کمپ ته ورغلی وو، چې سرجیو بوسکټس هغه ته یو لباس هم ډالۍ کړی، چې پر لیکلي وه: ” ډالي دې وي په عشق او تحسین سره و کیکې ته، هغه شخص چې فوټبال ته په ښه نیت ګوري.”