له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله جنوبي افریقا پوچیفسټروم ښار ته رسېدلې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سویلي افریقا پوچیفسټروم ښار ته ورسیده. افغان ۱۹ کلنه لوبډله به د نړیوال جام د لومړي پړاو پاتې دوه لوبې له متحده عربي اماراتو او کاناډا سره په همدې ښار کې ترسره کړي.

یاده دې وي چې دې لوبډلې د روان نړېوال جام سیالېو په ترڅ کې د جمعې په ورځ په پېلیزه سیالۍ کې کوربه جنوبي افریقا لوبډلې ته ماته ورکړه. دا لوبډله به خپله پاتې دوه سیالۍ د راتلونکې چهار شنبې او جمعې ورځ د سیالو لوبډلو په وړاندې ترسره کړي.

په ورته وخت کې بیا د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو هم د خپل روزنیز او تمریناتي کمپ په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د کرکټ په نړیواله اکاډمي کې تمرینات ترسره کړل او همدارنګه یې په خپل منځ کې تمریناتي لوبه هم وکړه.

 د یادولو ده چې دغه کمپ د لوبغاړو د غوره او تخنیکي توپوهنې او چټکې توپ اچونې په موخه د افغانستان کرکـټ بورډ له لوري چمتو شوی دی.