غوره لیګ: د منچسټر سیټي او ارسنال سیالۍ مساوي شوې

محمود خان منندوی

دا سیالۍ چې شېبه وړاندې پای ته ورسېدې، مچنسټر سیټي او ارسنال پکې خپلې سیالۍ مساوي پای ته ورسولې.

منچسټر سیټي 2 کریسټال پالاس 2

 د منچسټر سیټي له پاره دواړه ګولونه سرجیو اګویرو ولګول. د کریسټال پالاس له پاره ټوسون او فرنانډینیو (OW) ګولونه ولګول.

 ارسنال 1 شیفیلډ یونایټیډ 1

 د ارسنال له پاره مارټینلي او د شیفیلډ یونایټیډ له پاره والي ګولونه ولګول.

په ورته وخت کې د منچسټر سیټي په تاریخ کې هیڅ روزونکي د خپلې کلیزې په ورځ لوبه نه ده ګټلې، ګوارډیولا نن دا چانس درلود، خو له لاسه یي ورکړ.

کاسمیرو نن د لومړي ځل له پاره د ریال ماډریډ له پاره په یوه لوبه کې دوه ګولونه ولګول.

ایرلینګ هالنډ او پیر امریک ابامیانګ د ډورټمنډ د تاریخ دوه هغه لوبغاړي دي، چې د دې کلب له پاره یي په لومړۍ لوبه کې هټریک وهلی دی.

 جالبه نقطه دا ده، چې دواړو پر اګزبورګ هټریکونه وهلي دي. دا په دې فصل کي د هالنډ شپږم هټریک وو.