مشفق الرحیم: کورنۍ مې د پاکستان سفر ته اجازه نه را کوي

ولید ( خپلواک)

 د بنګله دیش ویکټ ساتونکي بیټسمین مشفق الرحیم په رسمي ډول د پاکستان راتلونکي سفر څخه ځان ګوښه کړ.  د بنګله دیش کرکټ بورډ عملیاتي مشر ( اکرام خان) وویل:

 ((مونږ یو لیک تر لاسه کړې چې هغې کې مشفق لیکلي و، زه د خپلې کورنۍ لپاره پاتې کیږم او ماته مې کورنۍ هيڅ اجازه نه راکوي چې د پاکستان په سفر کې د بنګله دیش لوبډلې غړی شم.))

 مشفیق الرحیم د بي پي ایل سیالېو د پایلوبې څخه مخکي په خپلو خبرو کې وویل: ((زه د پاکستان په سفر کې د بنګله دیش کرکټ لوبډلې ملګری نه یم؛ ځکه ما ته مې کورنۍ اجازه نه راکوي چې پاکستان ته سفر وکړم .))

 مشفیق دا هم وویل چې هغه د  پي ایس ایل راتلونکي فصل کې د لوبو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې. پاکستان ته هیڅ کوم بهرنی کوچ زړه نه ښه کوي، تر څو د بنګله دیش لوبډلې سره سفر وکړي.

 په دغه روزونکو کې ، چیمپکا ، د بنګله دیش د تېز باولینګ روزونکی، د سپین باولینګ مشاور ډینل ویټوري، د فیلډینګ کوچ رین کوک، او بیټینګ کوچ نيل مک کینزې، نه غواړي پاکستان ته سفر وکړي.

 د ډا کټرانو په برخه کې به سویلي افریقایي، جولیان کیلافاتو، د پاکستان سفر ته چمتو دي.

 داسې انګېرل کیږي چې سهيل اسلام به د دې سفر په جریان کې د سپین باولینګ مشري پرغاړه ولري؛ ځکه په بهرنيو روزونکو کې یو هم پاکستان ته د تګ لپاره چمتو نه دي، بنګله دیش د جنورۍ او اپرېل ترمنځ په پاکستان کې درې شل اوریزې، دوه ټیسټ او یوه ورځنۍ سیالۍ کوي.