نظم الحسین: موږ به یو ځل بیا له مشفیق الرحیم سره خبرې وکړو

ولید خپلواک

 د پاکستان او بنګله دیش تر منځ پلان شوې دوه ټیسټ، درې شل اوریزې او یوه یو ورځنۍ لوبه د بورډ لخوا لاسلیک شوې چې دننه په پاکستان کې به تر سره کیږي.

بنګله دیش د پاکستان د دغه سیریز څخه په پیل کې انکار وکړ خو له مشورو ورسته یې د پاکستان دسیریز بلنه ومنله. په دغه سیریز کې ځنیو لوبغاړو پاکستان ته د تګ څخه انکار کړې و چې له ډلې مشفیق الرحیم د پيل لوبغاړی و چې د پاکستان په سفر کې د بنګله دیش ملګری نه و.

دا چې ټولې ترسره شوې سیالۍ د بنګله دیش په ماتې سره تر سره شوې دي، اوس غواړي د وروستي ټیسټ لوبې لپاره مشفیق رضا کړي چې د پاکستان په وروستې سفر کې ورسره ګډون وکړې.

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین، له مشفیق څخه غوښتنه کړې چې په راتلونکې سفر کې د بنګله دیش لوبډلې سره یوځای پاکستان ته لاړ شي. نظم الحسین په خپلو خبرو کې ویلي: ((هر چاته خپله کورنۍ ډېره مهمه ده، خو دهغه نه ورته ډېر زیات هیواد هم اړتیا لري، مونږ به یو ځل بیا د مشفیق الرحیم سره خبرې وکړو.))

یاده دي وي چې د بنګله دیش پخواني لوبډلمشر مشفیق الرحیم د پاکستان له سفر څخه پر دې اساس انکار وکړ چې هلته امنیتي ستونزې ډېرې دي او کورنۍ یې اجازه نه ورکوي چې پر دغه سفر کې د بنګله دیش غړی شي.