پلازمېنه کابل کې د وزلوبې سیالۍ پېلیږي

کابل کې د وزلوبې لیګ پیلیدو لپاره پچه اچونه تر سره شوه چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د وزلوبې ملي فدراسیون او بدني روزنې عمومي ریاست مسولینو برخه اخیستې وه.
د افغانستان ملي راډيو تلویزون مرستیال غني مدقق وایي دغه لیګ د ملي تلویزون او وزلوبې فدراسیون لخوا د ۸ ورځو په مخ د کابل په غازي لوبغالي کې ترسره کیږي چې پکې به د فاریاب، تخار، کابل، پنجشیر، جوزجان، فاریاب، کندز، بدخشان، سمنګان، کاپیسا، سرپل، بغلان، بامیان، مزار او کابل ټيمونه ګډون وکړي. د مدقق په وینا چې د دغو لوبو لومړۍ سیالي د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

وزلوبه د افغانستان یو له لرغونو سیالېو څخه ده چې له پخوا راهیسې ګڼ شمېر مینه وال او لیدونکي لري، دا سیالي له شوره ډکه ننداره لري.