په پلازمېنه کابل کې د والیبال تنکي ځوانان فني زده کړې کوي

د ورزش له نړۍ والیبال هغه سیالي ده چې له کرکټ او فوټبال وروسته ګڼ شمېر مینه وال لري. دا سیالۍ د افغانستان په ګوډ ګوډ کیږي، ځکه خو اوس افغان تنکي ځوانان هم ددې لوبې فني زده کړې کوي. اوس تازه  په کابل کې د والیبال تنکیو ځوانانو ته د والیبال لوبې د فني زده کړې یو ورځنی سیمنار پیل شوی دی. دا سیمنار دې تنکېو ځوانانو ته ډېر ګټور ځکه دی د لوبو په تخنیکي اړخ زیات تمرکز کیږي.

 دا ګټور سیمنار د والیبال دې لوبغاړو ته دوه لاسته راوړنې ولري. یوه ګټه خو یې دا ده چې د دې لوبې فني زده کړې به وکړي او بله دا چې د نړېوالو قوانینو په اړه به هم معلومات ورکړل شي.

 د افغانستان د ملي المپیک کمېټې ویاند مجیب قاري زاده له رسنېو سره په خبرو کې ویلي: ((د دې سیمنار د جوړېدو هدف د ځوانو او نویو ښځینه لوبغاړو ته د والیبال لوبې په اړه د یو شمېر طرزالعملونو ترڅنګ نړېوال میعارونه او قوانین هم په عملي بڼه ورښودل شي.))

 د ښاغلي قاري زاده په خبره، د افغانستان د المپیک ملي کمېټه نه یوازې د والیبال بلکه په یو شمېر نورو لوبو کې هم د لوبغاړو د استعداد لوړنې په برخه کې ورته سیمنارونه په نظر کې لري.