چپرهار ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ په سطحه د والیبال لپاره یو لوبغالی جوړ او د ځوانانو ترمنځ پکې ټورنمنټ هم پیل شو.
د دغې لوبغالي د پرانېستې پر مهال د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي وویل د نورو کړونو ترڅنګ به د ورزش برخه کې هم د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د چپرهار د ورزش مسؤل غلام قادر فقیرزي انعکاس ته وویل، چې په دغې نوي جوړ شوي لوبغالي کې د ۲۲ ځای لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ هم پیل شوې او په خبره یې په راتلونکي کې به هم د ځوانانو د یوالي او اتفاق لپاره داسې سیالۍ برابرې کړي.
فوټبال، والیبال او کرکټ په دې وروستېو کې د افغانستان یو له نامتو او له هغه لوبو څخه شمېرل کیږي چې ځوانان پرې ډېر بوخت وي.