خبریال: سید ادریس ولي زاده.د ۲۰۱۹ کال کربین پریمر لیګ اوومه لوبه د کېټز نوېز پټرویټز او جمیکا تلاواس لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت نن سهار او د ویسټ انډیز پر وخت د شپې ترسره شوه.

یاده لوبه د بسیتري په وارنر پارک کرکټ لوبغالي کې د جمیکا لوبډلې په توپ وهنې سره پیل شوه، چې دغه لوبډله په شلو اورونو کې د کرېس ګېل ۱۱۶ او والټن ۷۳ منډو په مرسته د ۲۴۲ منډو هدف یې وټاکه.

د پټرویټز لوبډلې په ګټه فبین الین او جوزیپ دوه دوه لوبغاړي د سیالې لوبډلې وسوځول.

پټرویټز لوبډله په ۱۸،۵ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د توماس ۷۱، لیوس ۵۳، ایونس ۴۱ او فبین الین *۳۳ منډو په مرسته هدف ته ورسیده، چې د څلورو ویکېټو او اوو توپونو په شتون سره یې لوبه وګټله.

د پټرویټز لوبډلې بریدګر توپ وهونکی ایون لیوس د شپږو شپږېزو او درېیو څلورېزو پر مټ په ۱۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دا د جمیکا لپاره دوېیمه ماته وه او د پټرویټز لپاره لومړۍ بریا وه، چې پټرویټز د جدول په درېیم مقام کې قرار لري.

د یادو سیالیو اتمه لوبه د افغانستان پر وخت نن شپه ناوخته دوه نیمې بجې د بربادوس ټرایډینټس او کېټز نوېز پټرویټز لوبډلو ترمنځ پیلیږي، چې ویسټ انډیز کې به شپه وي.

د کربین پریمر لیګ اووم پړاو سیالۍد شپږو لوبډلو په ګډون سره پیل شوي دي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی نجیب الله ځدران هم لوبیږي