د فوټبال له ډګره وروستي خبرونه

محمود خان منندوی
رونالډو نن پر لیټوانیا څلور ګولونه ولګول او د لوبې څخه د وتلو پر مهال د لیټوانیا د مینوالو له خوا تشویق شو.
فرانسې د یورو کپ په غوراوي پړاو کي 3-0 انډورا ته ماته ورکړه. کینګزلي کومان، لینګلټ او یډر د فرانسې لپاره ګولونه ولګول. ګرییزمان پینالټي هم خطا کړه.
انګلستان د یورو په غوراوي پړاو کې 5-3 کوسو ته ماته ورکړه.
انګلستان 5 | سټرلینګ، هیري کین، سانچو او میرجیم ( کوسو لوبغاړی)
کوسو 3 | ولان (2) او ویډټ
هیري کیړ یوه پینالټي هم خطا کړه.
پرټګال د رونالډو په څلورو ګولونو سره په زړه پوري لوبه وګټله.
لیټوانیا 1 | ویټاوټاس

کریسټیانو رونالډو نن خپل د فوټبال د دوران څلور پنځوسم هټریک وواهه.
کریسټیانو رونالډو نن خپل د ملي لوبډلې لپاره اتم هټریک وواهه.

کریسټیانو رونالډو لومړی اروپایي لوبغاړی دی، چې په ملي سطحه یي 90 ګولونه ولګول.
هغه د نړۍ په اوسنیو لوبغاړو کې تر بل هر لوبغاړي مخته دی.

ریکارډ! کریسټیانو رونالډو په ملي سطحه پر 40 ملي لوبډلو ګولونه لګولي دي.
څلوېښتمه لوبډله لیټوانیا شوه، چې نن شپه یي ګول پر ولګاوه.