د فوټبال له ډګره وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

کریسټیانو رونالډو په 2019 کال کې 14 ګولونه د پرټګال د ملي لوبډلې لپاره ولګول. مخکې تر دې یي په یوه کال کې په دې تعداد ګولونه نه وو لګولي. پرټګال راتلونکو 4 میاشتو کې هیڅ لوبه نه لري.

د فرانسې د ملي لوبډلې روزونکي ډایډیر ډیشام تېره شپه د دې لوبډلې د روزونکي په توګه 100 لوبې پوره کړې:

 65 بریاوې | 18 مساوي | 17 ماتې

 هغه د فرانسې د ملي لوبډلې د تاریخ یوازینی روزونکی دی، چې دا لوبډله یي د دوو معتبره جامونو پایلوبو ته رسولې ده.

 

ګرییزمان تېره شپه تر 168 ورځو وروسته د فرانسې د ملي لوبډلې لپاره ګول ولګاوه.

تېره شپه د 17 کلنو فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې برازیل 2-1 و مکسیکو ته ماته ورکړه او اتلولي وګټله.

فرانسې تېره شپه د یورو کپ په غوراوي پړاو کې 2-0 البانیا ته ماته ورکړه.

 ټولیسو او ګرییزمان د فرانسې لپاره په دې لوبه کې ګولونه ولګول.