افغان کرکټ بورډ د دولت ځدراڼ ننګه وکړه

 د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ۴ ورځنۍ تمريناتي یا ټیسټ لوبې لپاره د سيد احمد شېرزاد پر ځای دولت ځدراڼ اخيستل شوی دی.

 د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دولت ځدراڼ به د ویسټ انډیز پر وړاندې په راتلونکې څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د سید شېرزاد پر ځای ولوبیږي.

 خبرپاڼه زیاتوي، سید شېرزاد په هندوستان کې د تمریناتو پر مهال ټپي شوی او د اړوند ډاکټر له لوري ورته د دوه اونیو د استراحت سپارښتنه شوې ده.

 د کرکټ بورډ د خبر له مخې، نجات مسعود هم د غوراوي کمېټې له لوري د ویسټ انډیز پر وړاندې د یادې تمریناتي لوبې لپاره غوره شوی دی.

 دغه لوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۲۰مه پیل او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي، چې له دغو لوبو به د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره بریالي لوبغاړي غوره شي او ترڅنګ به یې یوازېنۍ لوبې ته یو ښه چمتووالی هم واوسي.