سید شېرزاد ټپي دی، اوس کرکټ بورډ د دولت ځدراڼ او نجات مسعود په اړه فکرمند دي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې نجات مسعود او دولت ځدراڼ ملي لوبډلې ته غوښتل شوي. دغه پرېکړه د سید شېرزاد د ټپي کېدو له امله شوې. د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ چې سید شېرزاد هندوستان کې د تمریناتو پر مهال ټپي شوی چې له امله يي د وېسټ انډیز په وړاندې تمریناتي لوبې کې گډون نشي کولی.

د کرېکټ بورډ د راپور پر بنسټ سید شېرزاد ته ډاکټر د دوو اوونیو ارام کولو مشوره ورکړې، چې له همدې امله نوموړی د وېسټ انډیز په وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبې کې هم گډون نشي کولی.

د کرېکټ بورډ په وینا نجات مسعود او دولت ځدران به د وېسټ انډيز په وړاندې تمریناتي څلور ورځنۍ لوبې کې چې د نومبر په ۲۰مه پیل او په ۲۳مه به پای ته ورسېږي ولوبول شي.

دغې لوبې کې ښه ځلېدونکي لوبغاړي به د وېسټ انډیز په وړاندې رسمي ټېسټ لوبې ته انتخاب شي.

د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د نومبر په ۲۷مه د کابل په وخت سهار اته بجې پیل شي. دغې لوبې لپاره غوره لوبغاړي ټاکلو په موخه افغانستان دغې لوبې څخه وړاندې له وېسټ انډیز سره تمریناتي لوبه کوي.