دولت ځدران د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په توپیري چلند تورنه کړه

 دولت ځدران په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه له ده سره توپیري چلند کوي او ده ته حق نه ورکوي.

 ځدران په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې افغان کرکټ بورډ د ایرلېنډ پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه؛ خو د دولت ځدران نوم پکې نه و.

 نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دی به له رسنیو سره د خپل حق غوښتلو په هکله خبرې وکړي او هم به په خپله فېسبوپاڼه د حق غوښتلو لپاره لایف راشي.

 نوموړی وایي چې د لوبو لپاره چمتو دی؛ خو کرکټ بورډ یې نه لوبوي.

 کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.