د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه: هڅه کوو ملي لوبډلې ته پياوړي لوبغاړي وټاکو

نصرت الله عمرزی

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي هڅه کوي د ملي لوبډلو لپاره نوي او پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د الف او ۱۹ کلنو لوبډلو لوبغاړو په کابل نړیوال لوبغالي کې د انډي مولز تر څارنې لاندې تمریناتي کمپ کې ګډون کړی وو.

انډي مولز ویلي، له یاد تمریناتي کمپ څخه به هغه لوبغاړي انتخاب کړي، چې په لوبو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وي.

دغه تمریناتي کمپ به دروانې جون میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام وکړي.

انډي مولز تازه د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی او ویل کېږي د لوبغاړي فټنس کې ډېر جدي دی.

یاده دې وي چې په وروستېو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په د پنځوس اوریزو سیالېو په روان نړیوال جام کې خپلې ټولې ترسره کړې لوبې بایلودې، چې په ورسره یې د افغان کرکټ مینه والو او مبصرینو زړونه مات کړل.

پاتې دې نه وي چې نن/شنبه/ افغان کرکټ ملي لوبډله د دوست هیواد هندوستان په وړاندې د کابل پر وخت ۲ بجې په روان نړیوال جام کې سیالۍ لري. دې سیالېو ته افغان کرکټ ملي لوبډلې او د هند لوبډلمشر ویرات کهولي بشپړ چمتووالی هم ښودلی دی.