هند د افغانستان په وړاندې په کوم هدف میدان ته راوځي؟

تاند- د هند د کرکټ ملي لوبډله هیله لري چې افغانستان ته په لوی توپیر ماته ورکړي او بل بړاو ته د ځان په رسولو کې له دې فرصته ګټه واخلي.

د افغانستان او هندوستان مسابقه د بریتانیا په جنوب، سوت همټن ښار کې د افغانستان د ماسپښین په ۲ بجې پیلېږي.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې سیال ټیم ته د ماتې ترڅنګ په زیات توپیر بری هم ډېر مهم دی. هند تراوسه پورې ۳ مسابقې ګټلي خو یوه یې د باران د اورېدو له کبله لغوه شوې چې د هغې له کبله یې هم یو امتیاز خپل کړی دی.

ښايي افغانستان یوازینی ټیم وي چې په روان جام کې یې یوه سیالي هم د باران د اورېدو له کبله لغوه شوې نه ده. د مسابقې لغوه کېدا د کمزورو لوبډلو په ګټه ده ځکه چې یو امتیاز ترلاسه کوي.

هند په تېرو ۳ مسابقو کې جنوبي افریقا، استرالیا او پاکستان ته ماتې ورکړې ده او له همدې کبله افغانستان، چې تراوسه یې هیڅ لوبډله ماته کړې نه ده، د هند لپاره کمزوری سیال ګڼل کېږي مګر هندیان په دې فکر کې دي چې په زیات توپیر افغانستان ته ماتې ورکړي چې بل پړاو ته د هند په رسېدو کې مرسته وکړي.

هندیان پوهېږي چې افغان لوبډلې د پر له پسې ماتو له کبله روحیه له لاسه ورکړې ده. کنې افغان لوبډلې، چې په اسیايي اتلولیو کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه او په روان جام کې یې هم نژدې و چې ماتې ورکړي، د جمعې په ورځ سریلانکا د توقع خلاف انګلیستان ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه.

د جمعې په ورځ د سریلانکا په وړاندې ماتې، چې په روان تورنمنټ کې د انګلیستان دوهمه ماتې وه، دا لوبډله د جدول له سره کښته کړه او درېم مقام ته یې راوسته.

اوس استرالیا، چې ۶ لوبې یې کړي دي، د جدول په سر کې ده. ورپسې نیوزیلنډ دی چې ۵ مسابقې یې کړي دي. نیوزیلنډ هیڅ ماتې نه لري او یوازې یوه مسابقه یې د باران له کبله لغوه شوې ده.