راشد خان په ټیم کې د اختلاف، د نایب د کیپتانۍ او کمزورې لوبې پوښتنو ته ځواب وايي

تاند- د افغانستان او نړۍ د کرکټ ستوری راشد خان وايي چې نه د خپلې لوبډلې د کیپتان ګلبدین نایب او نه د کرکټ بورډ لپاره بلکې د افغانستان لپاره لوبې کوي.

دیکان کرونیکل ورځپاڼې نن /جمعه/ راپور وکړ چې راشد خان دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا د کیپتان د بدلېدو پر سر یې له ګلبدین نایب سره اړیکې ترینګلې شوي دي؟

راشد خان او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یوه بل ستوري محمد نبي په وروستیو کې د اصغر ستانکزي پر ځای د ګلبدین نایب د کیپتانۍ پر پرېکړه اعتراض وکړ.

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په روان ۲۰۱۹ نړیوال جام کې ۵ پر له پسې ماتې وکړې، د افغانستان د کرکټ ټیم په منځ کې د اختلافاتو اوازې تودې شوي دي او داسې ادعا هم شوې چې د راشد خان او ګلبدین نایب اړیکې تبجنې دي او له همدې کبله د افغانستان د لوبډلې د سیالیو پایلې ښې نه دي.

راشد خان، چې د نړۍ په لومړۍ درجه باولرانو کې شمېرل کېږی، د انګلیستان په وړاندې په مسابقه کې د روان جام تر ټولو کمزورې توپ اچونه وکړه.

راشدخان پي ټي آی ته په ځانګړې مرکه کې وویل«فکر کوم له ګلبدین سره زما په اړیکو کې کومه ستونزه نشته..زه د ده هومره ملاتړ کوم لکه څرنګه چې مې د کیپتان په توګه د اصفر کاوه. که ما په میدان کې د اصغر په سلو کې ۵۰ ملاتړ کاوه د ګلبدین په سلو کې ۱۰۰ کوم.»

راشد خان په ټیم کې د اخنلاف ادعا رد کړه، ویې ویل«له هماغه شېبې چې له الوتکې څخه په انګلیستان کې کښته شوی یم، هیچا هم د کومې ستونزې خبره نه ده کړې. فکر کوم د اختلاف مسلې ته رسنیو هوا ورکړې ده. زموږ ځینې له تېرو ۱۵ – ۱۶ کلونو راهیسې یوځای لوبه کوي. که په څه باندې یوه لسیزه کې داسې څه نه وي شوي، په یوې یا دوو ورځو کې ناببره به ولې داسې کېږي.»

ده ټینګار وکړ«زه نه د ګلبدین لپاره او نه د کرکټ بورډ لپاره لوبه کوم، زه د خپل بیرغ، خپل افغانستان لپاره لوبېږم. پوهېږم چې زما مسوولیت څه دی او دوام ورکړم.»

ده د ګلبدین نایب د کیپتان کېدو پر اعلان د ځان او محمد نبي د ټویټونو په اړه وویل«موږ د افغانستان د کرکټ د ښېګڼې لپاره ږغ پورته کړ. دا یو اصولي دریځ و؛ د چا خلاف نه و.»

راشدخان زیاته کړه«که بل څوک هم کیپتان ټاکل شوی وای موږ به هماغه خبره کړې وه، نظر به مې نه و بدل شوی. کیپتان په سم وخت کې بدل نه شو. زه ه په شخصي بنیاد د اصغر ملاتړ نه کوم او نه زه یوازینی کس وم چې دا موضوع مې یاده کړه. ټوله دنیا دا خبره کوي.»

راشد خان د کیپتان د بدلېدو له وخت سره د مخالفت په اړه وویل«موږ د نړیوال جام په شان مهمو مسابقو ته روان وو او لویو مسابقو ته تر تګ وړاندې لوی بدلون ښه نه وي.»

راشدخان د انګلیستان په وړاندې په سیالۍ کې د ۱۱۰ منډو د ورکولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«د دې مسابقې په اړه ډېر فکر نه کوم. خلک لس ښې مسابقې هېروي او یوه بده په یاد ساتي. خلک داسې نه کوي. په راتلونکو سیالیو کې به زما تمرکز په هماغه مسابقه کې پر خپلو تېروتنو وي.»

راشدخان د نړۍ له مهمو ټیمونو سره د مسابقو د تجربې نه لرل، د افغانستان د لوبډلې ستونزه وبلله.