راشد خان له ساسیکس سره لوبې نیمګړې پرېږدي
تاند- بریتانیايي رسنۍ وايي، د نړۍ نامتو افغان لوبغاړی لیګ سپینر راشد خان به د میدلسیکس په وړاندې د انګلیستان د غوره لیګ په سیالۍ کې ګډون ونه کړای شي.
راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې ته بلل شوی چې د آیرلنډ په وړاندې ۲۰ اوره سیالیو ته ورشي چې د دوشنبې له ورځې پیلېږي.
د دې معنا دا ده چې د پنجشنبې په شپه به په بریسټول کې د ګلوسیسترشایر په وړاندې د سسیکس په لوبډله کې د راشد خان لوبه په دې تورنمنټ کې په ۲۰۱۸ کال کې د نوموړي وروستۍ لوبه وي.
ده د انګلیستان په روانو سیالیو کې ۱۷ ویکټونه اخیستي او په وروستۍ مسابقه کې یې په داسې حال کې ۳ لوبغاړي وسوځول چې یوازې یې ۹ منډې ورکړې.
راشد خان په ټویټر کې لیکلي«دا زما لپاره بالکل متفاوته تجربه وه او ډېر څه مې زده کړل. ډېر خوشاله یم او ویاړم چې د (@SussexCCC) برخه یم. د لوبډلې د لوبغاړو، روزونکي او ادارې مېلمه پالنه، درناوی او ملاتړ زما لپاره بې ساری و. د راتلونکي کال لوبو ته انتظار نه شم کولی.»
ساسیکس حاضردمه څلورم ځای لري او که له میډلسیکس څخه سیالي وګټي منځلوبې ته وتلی شي.