یو امریکايي ملیاردر د ارسنل ټوله ونډه په ۱،۸ ملیارده اخلي

تاند- یوه امریکايي ملیادر سټن کرونک لېوالتیا ښکاره کړې چې د انګلیستان د غوره لیګ لوبډله ارسنل په څه باندې ۲ ملیارد ډالره رانیسي.

امریکايي ملیاردر وروسته له دې په یو ملیارد او ۸۰۰ ملیون پونډه یا ۲ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالره د ارسنل د ټولو ونډو اخیستلو ته تیاري ښکاره کړه چې د ارسنل د ونډې یوه ازبکستاني برخوال علیشیر عثمانوف وویل د خپلې ونډې پلورلو ته حاضر دی.

کورنک، چې په امریکا کې هم دوه سپورتي لوبډلې (Denver Nuggets) باسکټبال ټیم او د (Los Angeles) فوټبال لوبډله لري.

اوس هم د ارسنل په سلو کې ۷۰ ونډه د امریکايي ملیاردر کرونیک ده.

ده د ازبک عثمانوف له لوري د خپلې ونډې د پلورلو هرکلی وکړ.