راشد خان په انګلیستان کې له لومړۍ مسابقې وروسته له افغانانو سره ولیدل

تاند- د افغانستان نامتو لوبغاړي او د نړۍ د شل اوریزو سیالیو لومړی درجه باولر راشد خان د چهارشنبې په ورځ د انګلیستان په لیګ کې د ساسیکس شارکس لپاره لوبه وکړه.

د ګلوسیسترشایر په وړاندې د ساسیکس له مسابقې وروسته یو شمېر افغانانو ته اجازه ورکړل شوه چې میدان ته راشي او له خپل اتل سره وویني او عکسونه ورسره واخلي.

په ساسیکس سیمه کې د افغانانو د ټولنې مولاګل وویل«دا ډېره په زړه پورې وه، هر څوک د دې فرصت ستاینه کوي او خوشاله دی چې له افسانوي راشد خان سره ویني او خبرې کوي.»

ده همداراز وویل چې دوی د ساسیکس کاونټي له کرکټ کلبه مننه کوي چې دوی ته یې دا موقع برابره کړه.

د ساسیکس کرکټ مشر کریس کولمن وویل«دا چې وتوانېدو چې د ساسیکس د سیمې افغانانو ته بلنه ورکړو چې خپل یو اتل وویني، یو ښه فرصت دی چې د دې سیمې د خلکو او په تېره بیا افغانانو په منځ کې دې لوبې ته خلک وهڅوو.»