راشد خان، نه يوازې د افغانانو؛ بلکې د ټولو نړيوالو پر زړونو پاچايي کوي

راپور: محمد عزيز پردېس
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی او د کرکټ د ډګر تر ټولو نوموتی ستوری راشد خان په خپلې جاودګرې لوبې د سنرايزر حيدر اباد لوبډله پايلوبې ته راورسوله. خان د نن شپې لوبه کې په خپلو ۳۴ چټکو منډو، درې وېکټو، دوه کېچونو او يو رن اوټ په مرسته د لوبې غوره لوبغاړی شو او د غوره لوبغاړي جايزه يې د جلال آباد وروستۍ خونړۍ پېښې زيانمنو ته ډالۍ کړه.
دلته مو په ټولنيزو رسنيو کې د خان په اړه د نړيوالو او ګڼ شمېر افغانانو احساسات او نظريات راټول کړي دي:
۱- لس کاله مخکې هند کې محصل وم. هر څوک به چې پوه شول چې د افغانستان يم، دوېمه پوښتنه به یې د اسامه‌بن‌لادن په اړه وه. يو نیم ګنګس به لا د صدام‌حسېن په اړه هم له موږ پوښتل.
يو دوه هفتې مخکې سريلنکا کې وم. رېکشه‌وان راڅخه د هېواد پوښتنه وکړه، ما ويل د افغانستان يم. سم له واره یې وويل، اوه د راشد خان د وطن یې… ډېر زبرست بالر دی.
بس دغه بدلون مو آرمان ؤ. الحمدلله.
مننه راشد خان! چې په نړۍ کې دې زموږ سترګې جيګې کړې.
رياض سادات
۲- دا خاوره د نوابغو زیږوونکې ده.
دې هیواد تل نه تکراریدونکي انسانان بشریت ته وړاندې کړي. شریر او ناولي انسانان ځکه دلته په لوړه بیه جنګ روان ساتي چې هسې نه دا خاوره بل سید جمال الدین افغان وزیږوي او د استعمار خوب حرام کړي.
تکرار یې وایم:
مونږ د ابتکاراتو، نوښتونو، زیار او سرښیندنو نسل یو. فرصت راکړئ او ویاړونو کې راسره شریک شئ!
چې دا هیواد د تندي په خولو، د لاس په تڼاکو او د وږي نس په چونګهار ونه ژغورو، منې که د ژغورلو خوب مو رښتیا شوه!
ای دا خو وګورئ!
مونږ چې مټې بډ ووهو بیا د لوبو د نړۍ افسانوي اتلان مو په صفتونو نه مړیږي.
سچن به نن شپه ویاړي چې د راشد په اړه یې تویټ کړی.
نن به ۱۲۰۰ میلونه هندي جمیعت یو نوم تکراروي: راشد خان…
شیرین آغا جهانګیر
۳- راشد خان، نن په لوبه کي د لمر په شان ځلیږي! راشد خان لکه چي خبر دی، چي د ټولو غملړلو هیوادوالو خوښي یوازي او یوازي د ده په ځلېدو کي ده.
زنده باد، راشید خان!!!
جاويد عابد
۴- هندیانو په ټویټر کې کمپاین پيل کړی او د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته یې لیکلي دي چې راشد خان ته د هند افتخاري تابعیت ورکړي. پر هغې یې د ټویټونو دومره بمبار وکړ چې مجبوره یې کړه ولیکي: ما ستاسو د ټولو ټویټونه ولوستل. خو  د تابعیت خبرې د کورنیو چارو وزارت په لاس کې دي.
بادام احمدزی
۵- داسې یو هېواد کې چې هره ورځ ویر، غم، درد او ژړا وي، راشد خان غوندې لوبغاړی په کې یو الهي نعمت دی. ما ولیدل چې کله راشد خان په لسو توپونو ٣٠ رنزونه وکړل د استرالیا ټام مودي، د هند او نورو هېوادونو لوبغاړي ورته په درناوي ودرېدل او راشد چې د لوبې غوره لوبغاړی شو، په بسم الله یې خبرې پيل کړې او خپل ګټلی کپ یې د ننګرهار د کرکټ د میدان شهیدانو او زخمیانو ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړ او وویل چې دغې پېښې ‌‌‌‌‌‌ډېر غمجن کړی دی. راشد خان په یوېشتمې پېړۍ کې د افغانستان تر ټولو ښه سفیر او استازی دی، خدای دې یې همداسې لري.  نور لوبغاړي دې هم ژوندي وي چې نړۍ ته د هېواد مثبت تصویر ښيي.
جعفر هاند
۶- په غريو نيولي انداز يې د غوره لوبغاړي امتياز د جګړې قربانيانو ته ډالۍ کړ.
خيرالله شينواری
۷- ما تل فکر کاوه چې راشد خان ښه بالر دی، خو نن له شک پرته دا خبره کوم چې هغه د نړۍ غوره ورو توپ اچوونکی دی….”
د کرکټ افسانوي څېره، سچن ټندولکر
۸- د غملړلي هېواد باتور بچي نن په هندوستان کرکټ غوره لیګ کې خپل شهامت ټولې نړۍ ته په داسې حال کې وښود چې، هره لحظه یې وطن د بارودو رنګ رنګ بوینه تجربه کوي، خلک یې په ویر دي، د سنګر یاران یې په بم الوتي دي او دی ورته خپل دغه ستر ویاړ ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کوي.
کاش مونږ څو نور داسې سرونه لرلای چې، د غم اوښکو پر ځای یې مونږ ته د خوښۍ اوښکې راکولی.
 د بې جنګه افغانستان په هيله!
 ‎
ناصر رښتين
۹- افغانستان ته دغه ستر انسان او نړیوال ستوري نوی او نېک نوم ورکړ. څومره چې نن د ده له وجهې د افغانستان یادونه په نېک نوم وشوه په لسو کالو کې به نه وي شوي.
ویاړو په راشد جان
نجيب الله خان
۱۰- راشد خانه! د کلکتې نجونې دې یو رقم وژړولې، د کابل ولس دې بل رقم وژړاوه، او د حیدراباد انسان دې بل رقم وخنداوه.
څه ظالم یې درته د کرکټ د نړۍ د ګوته په خوله مبصرینو ګوتې دې د همغوی په غاښونو وچیچلې.
ته خدا زده! خدای کومه معجزه پیدا کړې یې؟ له یو بال غورځولو سره دې ملیونونه زړونه رپي….. نړۍ واک ته د ټرمپ رسېدو ونه ډار کړه، لکه میدان ته چې ستا په کېوتو یې څومره پښې لړزېږي.
زه حیران یم، د یونان د اکیلیس او هیراکلیس په اسطورو کې ستا شبیه ولې نشته؟ هغوی څومره خیالي اتلان تراشل؟ ته د دې نړۍ څومره ستر او نه بدلېدونکی حقیقت یې…..
کینه مې درباندې راغله، نړۍ موږ هیڅ افتخار کې ځان سره شریک نه کړو، مګر ته چې زموږ ویاړ شوې نړۍ د نوک په ځای کې سوک کېښود او ستا په ویاړ یې ځان راسره شریک کړ.
سعید شینواری
او په پای کې هم خپله د زړونو پاچا راشد خان پيغام لولو:
درنو هېوادوالو سلامونه:
خوښ یم چې ستاسو د دوعا په برکت بیا د لوبې غوره لوبغاړی شوم. د غوره لوبغاړي جایزه دې د جلال اباد د کرکټ د میدان شهیدانو او زخمیانو ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ وي. خپل اتلان او ملي لوبغاړي په دوعاو کې یاد ساتئ. افغانستان، زنده باد.
ستاسو راشد