د هند په غوره لیګ کې د راشد خان ځلېدا، ولسمشر غني وايي، راشد زموږ ویاړ دی

تاند- د هند په غوره لیګ یا آی بي ایل کې د افغان لوبغاړي راشد خان له ښه ځلېدو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا تکړه لوبغاړی ستایلی او له هند څخه یې مننه کړې ده.

ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانان پر را2شد خان ویاړي او دی له خپلو هندي دوستانو مننه کوي چې افغان لوبغاړو ته یې زمینه برابره کړې چې خپل مهارت نندارې ته وړاندې کړي.

ولسمشر غني د ګڼ شمېر هندیانو د دې خبرې په ځواب کې چې راشد ته دې د هند تابعیت ورکړل شي، په ټویټر کې لیکلي چې راشد به چا ته ورنه کړي.

ده په دې ټویټ کې د هند صدراعظم نریندر مودي هم tag کړی دی.

هندي رسنۍ وايي چې نامتو افغان لوبغاړی راشد خان د حیدراباد سن رایزر لوبډله د هند د غوره لیګ پایلوبې ته ورسوله.

اجرايی ريیس عبدالله عبدالله هم د راشد خان استعداد ستایلی او ویلي یې دي چې په کرکټ لوبه کې د راشد خان استثنايی استعداد د ده لوبډلې او زموږ ملت ته د ویاړ سبب دی.

د جمعې په ورځ د حیدراباد سن رایزر لوبډله د کلکتې له نایټ رایډرز لوبډلې سره مخامخ شوه.

په دې سیالۍ کې د راشد خان رول به بیټنګ، باولینګ او فیلډ کې خورا جوت او مهم و. دغه نولس کلن افغان لوبغاړي په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۹ منډې ورکړې.

2راشد خان نه یوازې ښه باولیګ وکړ، بلکې خورا ښه بیټنګ یې هم وکړ. ده په ۱۰ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې. راشد خان ۴ شپږیزې او ۲ څلوریزې وکړې.

ده د کلکتې د لوبډلې یو لوبغاړی رن اوټ هم کړ او د دوو نورو لوبغاړو توپونه یې ونیول یا کچ کړل. که څه هم کچ توپونه د باولر په نوم ثبت کېږي خو راشد خان دا توپونه په پوله یا باونډرۍ کې ونیول او په حقیقت کې یې د شپږیزو مخه هم ونیوله.

د حیدراباد سنرایزر به په پایلوبه کې له چینايي سوپر کینګز سره مخامخ شي. پایلوبه به د یکشنبې په ورځ په مومبي کې وي.

د حیدراباد سنر رایز او کلکتې د لوبډلو له مسابقې وروسته د استرالیا افسانوي لیګ سپینر لوبغاړي شېن وارن راشد خان حیرانوونکی لوبغاړی وباله او د هغه لوبه یې وستایله.2

ده په ټویټر کې لیکلي:

«د لیګ سپینر لوبغاړي په توګه د هند په غوره لیګ کې له مختلفو لیګ سپینرانو سره مینه لرم، خو په دې سترو لوبو کې د راشد خان د توپ اچولو لیدو وویاړلم او زما د هیجان سبب شو.»

راشد خان د سیالۍ غوره لوبغاړی وګڼل شو او خپل میډال یې د جلال اباد د تېرې اوونۍ د کرکټ د میدان قربانیانو ته ډالۍ کړ.

د هند نامتو لوبغاړي تندولکر ویلي، تل یې احساس کاوه چې راشد خان ښه سپینر دی خو اوس په زغرده وايي چې نوموړی د نړۍ تر ټولو ښه سپینر دی.

د حیدراباد د سن رایزر لوبډلې روزونکي ټام مودي مخکې تر مخکې ویلي و چې راشد خان به د هند د غوره لیګ په سږنیو سیالیو کې مهم اغېز ولري.

2

په مجموع کې راشد خان تراوسه پورې د هند په غوره لیګ کې ۲۱ لوبغاړي سوځولي او د ورکړیو منډو اوسط یې څه کم ۷ دی.