له بنګله دېشي کمپنۍ سره د افغان کرکټ سیالیو د خپرولو قرارداد

تاند- د بنګله دېش (TSM) به ټوټل سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ د افغانستان د کرکټ د ټولو نړیوالو او کورنیو سیالیو د خپرولو امتیاز ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ نن /جمعه/ وویل چې د بنګله دېش له (TSM) سره یې دا قرارداد وروسته له دې لاسلیک کړ چې دې کمپنۍ تر نورو ټولو داوطلبانو ښه شرایط وړاندې کړل.

له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۳ م کاله ټولې نړیوالې کورنۍ لوبې، د کرکټ د نړیوالې شورا دراتلونکونو سفرونو پروګرام (FTP)  کې د افغانستان په کوربتوب لوبې، دوه اړخیزې لوبې ، ګڼ اړخیزې لوبې او د افغانستان کرکټ بورډ کورنۍ لوبې لکه شپږیزه کرکټ لیګ، یو ورځنۍ لوبې لکه د غازي امان الله خان کپ هغه څه دي چې رسنیز حقونه یې وپلورل شول.

دا ملګرتیا به د افغانستان او بنګله دیش له راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو پیل شي چې د هند په دهرادون کې کیدونکې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا دراتلونکونو سفرونو پروګرام (FTP)  له مخې به افغانستان له اسټرالیا، بنګله دیش، ایرلنډ، پاکستان، هالنډ، نیوزلنډ، ویسټ انډیز او زمبابوې سره لوبې وکړي.

Total Sports Marketing (TSM) د بنګله دیش مخکښه ورزشي کمپنۍ ده چې له یوې لسیزې راهیسې په نړیوال کرکټ کې ښکیله ده. له دې کمپنۍ سره د بنګله دیش د کرکټ د نړیوالې شورا او بنګله دیش د کورنیو لوبو او د بنګله دیش پریمیر لیګ ( بي پي ایل) ټول نړیوال حقونه خوندي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل ددغې ملګرتیا په اړه وویل: ( د افغانستان کرکټ بورډ خوښ دی او ټوټل سپورټس مارکیټینګ، ته هرکلی وايي او موږ په تمه یوچې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره یو له بل سره کار وکړو او په نړیواله او پراخه کچه د افغانستان کرکټ بورډ د پروګرامونو او لوبو خپرولو شاهد ووسو، ( ټي ایس ایم ) نړیواله تجربه لري نو باورې ده چې موږ به کلک ملګري واوسو).

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه مشر شفیق الله ستانکزی چې د تړون د لاسلیکیدا پر مهال حاضر و ددغې رسنیزې ملګرتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: ( دا په ټوله کې د افغانستان د کرکټ او په ځانګړي ډول د افغانستان کرکټ بورډ لپاره یو ستر ګام دی زموږ موخه داده چې په دې لوبیز مهال ویش کې خپلې ټولې نړیوالې لوبې د نړۍ په کچه په مینه والو ووینو( ټي ایس ایم ) دا حق، باور او تجربه لري چې د دې موخې په لاسته راړلو کې زموږ مرسته وکړي).

د ( ټي ایس یم ) اجرایه مشر او د امتیاز خاوند محمد معین الحق چودهري وویل: ( موږ بې کچه ویاړو چې د افغانستان کرکټ بورډ سره ملګرتیا کوو، د ټي ایس ایم او د افغانستان کرکټ بورډ کارونه له دې مخه تړاو لري چې موږ غواړو کرکټ په ټوله نړۍ کې وده او پرمختګ وکړي موږ به د افغانستان کرکټ بورډ سره له نژدې کار کوو چې له نوښته ډکې او هیجاني کرکټ تجربې له مینوالو سره شریکې کړو، او نور ملګري وهڅوو چې د افغانستان کرکټ په نړیوالو کتونکو وګوري.