افغانستان له سنکسر سپورټس کمپنۍ سره قراداد لغوه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د فساد تورونو د څېړنې په موخه څارنوالي ته وړاندې کړه او همدا راز یې له سنکسر سپورټس (SnixerSports) کمپنۍ سره قرارداد فسخ کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ له سنکسر کمپنۍ سره یاد قرارداد د تېر کال د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ؛ د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنکسر سپورټس به افغانستان کرکټ بورډ ته د لیګ د لومړي پړاو ټول فیس د لیګ د پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکړي چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم نه دی ورکړل شوی.

د کرکټ بورډ له لوري سنکسر سپورټس کمپنۍ ته د قرارداد د فسخ کولو په موخه لېږل شوې خبرتیا کې هم ویل شوي چې د پورته دوه مواردو پر بنسټ یې دغه قرارداد له منځه وړی دی.

د یادونې وړ ده چې له یادې کمپنۍ سره د قرارداد د فسخې د شرایطو پر بنسټ، د افغانستان کرکت بورډ دا حق لري چې د پورته سرغړونو له امله قرارداد فسخ اعلان کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او د روڼتیا په ډګر کې ځان د خپلو هېوادوالو پوښتنو ته ځواب ویونکې بولي.