• تاند

زیمبابوې د کرکټ ادارې (ZC) د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد ته د ۵ یو ورځنیو نړیوالو مسابقو لپاره د افغانستان په وړاندیز د افغان لوبډلې د ورتلو پرېکړه لغوه شوه. رویټرز او نورو خبري رسنیو ویلي چې دا وړاندیز د دغو لوبو د خپراوي د لګښت له کبله لغوه شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ‌ له (زیمبابوې کرکټ) څخه غوښتي و چې په انګلیستان کې د نړیوال جام د تیاري لپاره په هرارې کې د دوو هیوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ سیالیو کوربه توب وکړي.

د زیمبابوې کرکټ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ« سره له دې چې د دواړو هیوادونو کرکټ بورډونو په خپل منځ کې د دې سیالیو د لګښت له شریکولو سره موافقه کړې وه، خو له بده مرغه له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه د دې سیالیو د خپراوي لګښت سبب شو چې دا مسابقې لغوه شي.»

د زیمبابوې د کرکټ اداره وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ له تلویزیون څخه د دې مسابقو پر خپراوي اصرار کاوه. افغانستان د نړیوال جام لپاره له پاکستان، سکاټلنډ، آیرلنډ او انګلینډ (انګلیستان) سره تمریني مسابقې کوي. دا لوبډلې له افغانستان سره په ګورپ کې شاملې نه دي. په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ سیالي د جون په لومړۍ نېټه له استرالیا سره وي. زیمبابوې نړیوال جام سیالیو ته نه دی غوره شوى

هېره دې نه وي چې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره افغان کرکټ ملي لوبډلې ډېرې یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ کړي دي چې زیاتې یې افغان لوبډلې ګټلي دي.