د افغانستان او زیمبابوې د سیالیو لړۍ لغوه شوې
تاند- د زیمبابوې د کرکټ ادارې (ZC) د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد ته د ۵ یو ورځنیو نړیوالو مسابقو لپاره د افغانستان په وړاندیز د افغان لوبډلې د ورتلو پرېکړه لغوه شوه.
رویټرز او نورو خبري رسنیو ویلي چې دا وړاندیز د دغو لوبو د خپراوي د لګښت له کبله لغوه شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ له (زیمبابوې کرکټ) څخه غوښتي و چې په انګلیستان کې د نړیوال جام د تیاري لپاره په هرارې کې د دوو هیوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ سیالیو کوربه توب وکړي.
د زیمبابوې کرکټ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ« سره له دې چې د دواړو هیوادونو کرکټ بورډونو په خپل منځ کې د دې سیالیو د لګښت له شریکولو سره موافقه کړې وه، خو له بده مرغه له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه د دې سیالیو د خپراوي لګښت سبب شو چې دا مسابقې لغوه شي.»
د زیمبابوې د کرکټ اداره وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ له تلویزیون څخه د دې مسابقو پر خپراوي اصرار کاوه.
افغانستان د نړیوال جام لپاره له پاکستان، سکاټلنډ، آیرلنډ او انګلینډ (انګلیستان) سره تمریني مسابقې کوي.
دا لوبډلې له افغانستان سره په ګورپ کې شاملې نه دي.
په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړنۍ مسابقه د جون په لومړۍ نېټه له استرالیا سره وي.
زیمبابوې نړیوال جام سیالیو ته نه دی غوره شوی.