د افغان آل راونډر لوبغاړي محمد نبي پېژندنه

لیکنه: شهاب شاهین شینواری

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې با استعداده ځوان لوبغاړی محمدنبي عیسی خیل  په کال ۱۹۸۵م کې د افغانستان په لوګر ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

نبي په ښي لاس توپ وهوهنه او په ښي لاس اف بریک توپ اچونه کوي. عیسی خیل د کرکټ په ملي لوبډله کې تل ښه ځلېدلې او همېش یې ځان په ملي لوبډله کې د آل راونډر رول لوبولی دی.

نوموړي په ۲۰۱۴ م کال اسیا جام او همدارنګه ۲۰۱۵ م کال په نړیوال جام کې د بریالي لوبډلمشر په حېث هم پاتې شوی دی.

۳۴ کلن محمد نبي  د کرکټ ملي لوبډلې سربېره د نړۍ په ګڼ شمیر تجارتي سیالیو کې هم لوبیدلی دی.

دی لومړی افعان لوبغاړې و، چې د هندوستان هیواد په تجارتي لوبو کې یې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبې کولې او د خپلې لوبډلې لپاره یې ښې لوبې وکړې.

محمد نبي عیسی خیل همدا راز د بی پي ایل، بیګ باش، پی ایس ایل، ای پی ایل او همدا راز نورو ګڼو لوبډلو سره لوبیدلی دی او لا هم د دغه لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.

نوموړي تردې دمه ۱۱۰ پنځوس اوریزه لوبې کړي دي چې ۲۵۲۵ منډې یې پکې جوړې کړي دي، په دې فارمټ کې ۱ سلیزه او ۱۳ پنځوسیزې لري او همدا راز  په توپ اچونه کې یې ۱۱۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

په شل اوریزه لوبو کې یې ۶۸ سیالېو کې برخه اخیستې او ۱۱۶۱ منډې یې پکې جوړې کړي دي، په دې فارمټ سیالېو کې یې ۸۹ منډې تر ټولو لوړې دي او په توپ اچونه کې یې ۶۹ ویکټې ترلاسه کړي دي.

یوازې یوه د ټیسټ لوبه یې د هندوستان خلاف ترسره کړې چې ۲۶ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې محمد نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري او تل یې هڅه کړې ده چې لوبډله له سخت حالته وژغوري.