له نړیوال جام څخه بې خبره کریکټ بورډ
محمدالله شېرزاد
افغان کریکت لوبډلې د 2019 نړیوال پنځوس اوریز جام د پاره په 2018 کوالیفای سیالیو کې په ستونزو او د بخت په یارۍ کولو سره وکولی شول، چې د وېنډیز سره مل لاره پیدا کړي او د نهم او لسم ټیم په توګه انګلېنډ کې خپل حضور ثابت او درې رنګه بیرغ ورپوي.
دغه جام چې د 2019 کال د مې په 30مه نېټه د کوربه انګلېنډ او سویلي افریقا ترمنځ په لوبې سره به پیل شي؛ لس غوره لوبډلې پکې د لیګ په شکل ۹ـ ۹ سیالۍ ترسره کوي او څلور ټاپ لوبډلې به سیمې فاینل ته لاره ومومي او د پای لوبې دپاره چې د جولۍ په 14 مه نېټه په لندن لوبغالي ترسره کیږي؛ ولوبیږي.
د همدې جام د پاره ټولو بورډونو خپلو لوبډلو ته د لوبو زمینه سازي کړي او په لوبو بوخت دي، چې افغانستان هم ملي لوبډلې ته لوبې برابرې کړي او لوبغاړي پکې بوخت دي.
آيا افغان کریکټ بورډ له نړیوال جامه خبر دی؟
تاسو ته بهتره مالومه ده، چې د اروپا او په ځانګړي ډول د انګلېنډ پیچونه ډير تېز دي؛ تېزو بالرانو ته ساز ګار دياو د ورو (سپېن) بالرانو سره دومره مرسته نشي کولی او افغانستان تل لوبې په ورو توپ اچونکو ګټلي دي. دلته اصلي موضوع د لوبډلې تیاری دی، چې د نړیوال جام دپاره اماده وي، خو څه ډول؟
ستونزې
افغانستان بیا هم په ایرلېنډ را وګرځېد او لوبې یې په هندوستان کې ورسره برابرې کړې، چې د شل اوریزو سریز یې درې – صفر وګاټه او د پنځوس اوریزو هغه یې ۲ په ۲ مساوي کړ، خو څه ډول لوبډله ولوبول شوه؟
دلته د سریزو د ګټلو نهډيره مهمه مسئله، د نړیوال جام دپاره د لوبډلې ټاکل وو، خو زما په فکر هیڅ ګټه ترې وانخیستل شوه. په پنځوس اوریز سکواډ کې درې نوي لوبغاړي (سیدشیرزاد، اکرام، زهیرخان) ولوبول شول او ترڅنګ یې د شل اوریز فارمټ چپ لاسي اوپنر حضرت ځاځي ته زیاته موقع ورکړه.
په پنځو لوبو کې ټول سکواډ ولوبول شو، د کریم جنت پرته څوک پاتې نشول، خو فکر نکوم چې ټاکوونکي ډلګۍ مثبته پایله ترې ترلاسه کړي وي؛ څلور اوپنران (شهزاد، نورعلي، جاوید، حضرت) ولوبول شول، خو حضرت یې څه ناڅه ښه او نوره ټوله ناکامه شول، چې د اوپنرانو جوړه ترې را ونوته.
ترڅنګ یې ورسره په ټاپ او میډل ارډر کې (رحمت شاه، سمیع، اکرام، حشمت) ولوبیدل، خو د توقع خلاف لوبې یې ترسره کړې او لوبډله باندې یې فریشر واچوه او اصغر، نبي، رشید لوبې کابو کړلې.
په دوو الرونډرانو (ګلبدین، کریم جنت) کې ګلبدین ته لږه موقع ورکړل شوه، د توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې یې څه ونکړل او کریم جنت ته هیڅ چانس ورنکړل شو، چې د انګلېنډ پیچونو دپاره یو باید هرو مرو لوبډله کې وي او پرځای یې سمیع الله، شرف الدین او زهیر خان ته، چې د نبي، رشید او مجیب په شتون کې کفر ګڼل کیږي؛ موقع ورکړل شوه او هیڅ یې ونکړل.
د افغان لوبډلې ورو غوره توپ اچونکو(نبي، رشید، مجیب) په شتون کې چې تل یې لوبډله له بد حاله را ایستلي، د تېزې توپ اچونې برخه کې چې تر ټولو مهمه اړتیا بلل کیږي، بې توجه یي تر سترګو کیده. دولت، شاپور، فرید مالک، سیدشیرزاد او افتاب عالم ته یو په یو کمو لوبو کې موقع ورکړل شوه او د اړتیا له مخې دوه یې په یوه لوبه کې هم ونه لوبول شول.
حل لاره
داچې افغان لوبډله د نړیوال جام څخه تر مخه د سکاټلېنډ او ایرلېنډ سره د دریو – دریو پنځوس اوریزو لوبو سریزونه د دوی په کوربتوب لري، نو غوره خبره داده، چې ټاکوونکي ډلګۍ باید له دریو زیات اوپنران په پنځلس کسیز سکواډ کې وانخلي، ځکه چې هلته لوبې نږدې کیږي او لوبغاړي باید زیات ولوبیږي.
ددې ترڅنګ میډل ارډر دپاره باید دقیق انتخاب وشي او بېټېنګ الرونډران ډير مهم دي، چې هم د اړتیا پر مهال توپ وهنه وکړي او هم منځنی تېزه توپ اچونه ترسره کړي.
بله مهمه مسئله د نړیوال جام د غښتلو لوبډلو او پیاوړو توپ وهونکو دپاره د تېزو توپ اچوونکو ټاکنه ده، چې د لوبو پیچونو ته په کتو سره باید هرو مرو دوه تېز توپ اچوونکي، یو منځنی تېز بالر او لوبډلو ته په کتو سره دوه/درې ورو توپ اچونکي واخیستل شي.
په اوسني وخت کې ډېر ښه نوي تېز توپ اچوونکي پیدا شوي، چې که ترې استفاده وشي؛ پایله به یې غوره وي. که د دولت، افتاب ترڅنګ ضیاءالرحمن او سید شیرزاد ته چې په ښي او کيڼ لاس سره توپ اچونه کوي؛ موقع ورکړل شي او خواري پرې وشي، نو ډېره موثره به تمامه شي.
په نړیوال جام کې یواځې لوبیدل نه دي مهم، بلکې ښه لوبیدنه او څو لوبډلې هدف ګرځول اړین دي، چې روزونکي ورته پلان جوړ کړي او د سیمې فاینل پورې د تللو هڅه وشي، ځکه افغان لوبډله اوس مهال په ښه موقف کې ده او که ښه پلان ورته ورکړل شي، دا کیدونکي هم ده.