د هند ښځينه کریکټ لوبډلې نوې ټاکل شوې لوبډلمشره لوی ارمان لري

بهار سمسور 

د هندۍ ښځينه کریکټ لوبډلې نوې ټاکل شوې لوبډله مشره سمریتي ماندهانا وايي غواړي چې هندوستان د ښځو د نړیوال جام اتلولي تر لاسه کړي.

سمریتي د انګلستان خلاف د راتلونکو درۍ شل اوریزه لوبو لپاره د هندي پېغلو لوبډلې مشره ده او د دې تر مشرۍ لاندې به د انګلستان خلاف د دریو شل اوریزه لوبو لړۍ نن پیل شي.

د ښځو نړیوال جام راتلونکی کال په اسټرالیا کې تر سره کیږي،ماندهانا د کریکټ نړیوالې شورا د ښځو په درجه بندۍ کې لومړۍ درجه توپ وهونکې یا باټسومینه ده.

چې په خپلې بهترینې لوبې سره يې هندۍ لوبډلې بریاوې هم یقیني کړي دي.