د راشد خان ډېر نا ویلې واورئ

ــ تاند 
افغان ګوګلي ماسټر راشد خان چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ال رونډر لوبغاړی دی، د کرک انفو ویبپاڼې سره د سوال او ځواب په شکل لنډه مرکه کړې ده.

لومړی: د کرکټ نه اخوا د چاسره ملاقات کولغواړې؟
رونالډو
دوهم: ستا په نزد غوره توپویشتونکی چې ورسره مخ شوی يې، څوک دی؟
سونيل نارين
دریم: که کرکټر نه وای، نو څه به وای؟
ډاکټر (رنځ پوه)
څلورم: د خوښې چکر ځای مو کوم هېواد دی؟
مالديف
پینځم: کوم ريکارډ دې خوښ دی چې جوړ يې کړې؟
چټکه پنځوسیزه

شپږم: د تارېخ کوم لوبغاړي ته بال کول غواړې
سچن ټنډولکر

اووم: د نړيوال جام دوه د خوښې ټيمونه چې لوبه یې ليدل غواړې، کوم دي؟
هر وخت هند او پاکستان
اتم: دتارېخ د خوښې سیالۍ دې کومه ده؟
د اسټراليا او افريقا سیالي چې ۴۳۴ يې پوره کړل.
نهم: که کرکټ نه وي، نو بیا ځان په څه بوختوې؟
خونه کې ارام کوم.

لسم: د خوښې فيلډينګ پوزېشن دې کوم ځای دی؟
ميډ آن او ميډ آف
یوولسم: که ستا په اړه کوم فلم جوړېدای؛ نو د چا رول لوبول دې غوښتل؟

امير خان

دولسم: کومه سندره دې دا وخت په ذهن کې شته ( يانې خوښه)
بې پناه يار هي اجا (په خندا)
دیارلسم: کوم اپ په خپل موبايل کې ډېر استعمالوې؟
واتس اپ
څوارلسم: که د تل مدام لپاره يو خوراک خورې، نو څه به وي؟
باربېکيو
۱۵ ستاسې د خوښې يو ورځنۍ توپ اچونه کوم ده؟

اووه ويکټې، اتلس رنز، د ويست انديز خلاف
شپاړسم: د لوبډلې تر ټولو شوخ لوبغاړی کوم دی؟
شهزاد محمدي

اوولسم: درې ټاپ/غوره توپ ویشتونکي د اوس وخت څوک دي؟
رباډا، مجيب، بومرا او څلورم کمار
اتلسم: يو هنرمند چې په ژوندۍ بڼه يې هنر ليدل غواړې، څوک به وي؟
انوشکا شرما ????????
نولسم: د اوږد سفر په وخت د لوبډلې له کوم غړي سره په يوه نږدې چوکۍ کېناستل نه غواړې؟
هر لوبغاړي سره نږدې کښېناستل غواړم.

دوه ګټور چاپ شوي کتابونه دي چې لوست یې ځوان نسل ته نوی فکر او کلک هوډ وربښي. دا کتابونه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی حضرت عثمان نوري ژباړلي دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پيدا کیږي.
دوه ګټور چاپ شوي کتابونه دي چې لوست یې ځوان نسل ته نوی فکر او کلک هوډ وربښي.
دا کتابونه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی حضرت عثمان نوري ژباړلي دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پيدا کیږي.

شلم: د کوم بل هېواد لپاره لوبېدل غواړې؟
خوشحاله يم چې افغانستان لپاره لوبېږم، موخه یې دا وه چې بل کوم هېواد ته لوبېدل نه غواړم.