افغان لوبډله نن په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلینډ خلاف لوبیږي

حضرت عثمان نوري

ټاکل شوې چې نن د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ د پنځوس اوریزو سیالېو په لړ کې دریمه سیالي د کابل پر وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې دې سیالېو ته پوره چمتوالی لا پخوا اعلان کړی وو او تر ډېره بریده بریالی هم ښکاري، ځکه افغان لوبډلې له ایرلینډ لوبډلې څخه لومړی د شل اوریزو سیالېو لوبلړ درې – صفر خپل کړ او اوس د پنځوس اوریزو سیالېو د لوبلړ د خپلولو په تکل کې ده.

په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ايرلنډ ته  په پنځو وکټو ماته ورکړې وه، چې ګلبدين نايب په دغه لوبه کې يې د افغان لوبډلې په ګټه ۴۶ منډې کړې وې او د سيالۍ لوبډلې دوه مهم لوبغاړي يې هم سوځولي وو او د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شوی وو.

په دې سیالېو کې افغان لوبډلې او لوبغاړو یې د زیاتو بهرنېو او کورنېو لوبغاړو ریکارډونه مات او د راتلونکي لپاره یې نه اتکلیدونکي ریکارډونه جوړ کړل.