حضرت عثمان نوري

نن د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوپډلو تر مېنځ د پنځوس اوریزو سیالېو دریمه سیالي د هند په دهرادون ښار کې ترسره شوه چې لومړۍ توپوهنه پکې افغان لوبډلې وکړه او د نجیب الله ځدراڼ د بهترینه سلیزې پر مټ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو هدف په واک کې ورکړ.

ایرلینډ د بلبرني پیاوړې او بریالۍ توپ اچونې په مرسته ۴۹ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په څلورو وېکېټې ماتې ورکړه.

ایرلینډ لپاره بلبرني په ۱۳۶ توپونو د اتو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۴۵ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دغه لوبه يي د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

هېره دې نه وي چې ایرلینډ او افغان لوبډلې له دې وړاندې یوه یو ورځنۍ سیالۍ کړې وه چې افغان لوبډلې ګټلې وه، دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ بیا د دوامداره اورښت له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه. له پنځوس اوریزه سیالېو دمخه بیا افغان لوبډلې د ایرلینډ خلاف ۳ شل اوریزې سیالۍ وکړې او درې واړه یې ګټلې وې. اوس نو افغان او ایرلینډۍ لوبډله د پنځوس اوریزو سیالېو لوبلړ مساوي اعلان شو او د سیریز کټونګې لوبډله به راتلونکې سیالۍ په ډاګه کړي.