د افغان ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف دوهمه شل اوریزه سیالۍ نن ماښام کیږي

ــــ تاند

د افغان ملي لوبډلې  په کوربه توب د هندوستان په هرادون ایالت ،راجف ګاندي لوبغالي کې افغان ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف لومړۍ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړه، چې افغان لوبډله په دې وتوانېده چې بریا پکې خپله کړي. ددې سیالېو په لړ کې د دواړو لوبډلو ترمېنځ دوهمه لوبه به نن/شنبه/ ماښام پینځه نیمې بجې په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان په هند کې د ایرلینډ خلاف  ۳ شل اوریزې،  ۵ یو ورځنۍ او یوه پنځه ورځینۍ یا ټېسټ سیالي هم لري، دغه نهه واړه سیالۍ د پنج شنبې په ماښام په لومړنۍ شل اوریزې سیالې پېل شوې.

 په دې لوبلړیو کې لومړی درې شل اوریزې سیالۍ پیل شوي چې لومړنۍ سیالي یې افغان لوبډلې وګټله  دویمه سیالی به یې د فبروۍ پر( ۲۳) مه سبا ماښام او دریمه به د فبروۍ پر(۲۴) مه نېټه  بله
ورځ ترسره شي.

په دې سفر کې به د یو ورځنیو سیالیو سیریز د پیل لوبه د فبروۍ پر(۲۸)مه نېټه ، دویمه لوبه به د مارچ (۲) مه نېټه دریمه یو ورځنۍ لوبه به د مارچ پر (۵) مه نېټه څلورمه سیالي به د مارچ پر (۸) او پنځمه وروستۍ لوبه به د مارچ پر( ۱۰) مه نېټه ترسره شي.

افغانستان به خپله دویمه تاریخي ټېسټ لوبه هم په همدې سیریز کې د ایرلینډ خلاف ترسره کړي د دې لوبو وروستۍ ټېسټ سیالي به د مارچ پر (۱۵) مه نېټه پیل شي او تر( ۱۹) مې نېټې پورې به دوام وکړي.

 د یادونې وړده د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ د ټلویزیون په پرده هم ښودل کېږي .