افغان لوبډلې د ۸ مې پرله پسې بریا وروسته یو ځل بیا د ریکارډ جوړولو شا نیولې

عزت الله الفت
وروسته له هغې چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۱۱ مسلسل ۲۰ اوریزه سیالیو د بریاوو لړۍ په ماتې بدله شوه او افغان کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ لوبډلې په توګه په اوسني وخت کې د زیاتو مسلسل ۱۱ بریاوو ریکارډ ثبت پریښود، پاکستانۍ لوبډله یې په تعقیب روانه وه، خو د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې خلاف یې د روانې فیبرورۍ میاشتې پيل کې د ۹ مسلسل بریاوو سلسله په ماتې بدله شوه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې اوس مهال هندوستان کې د ایرلینډ خلاف د سیالیو په ترسره کېدو بوخته ده، په لمړۍ سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره یې یو ځل بیا د مسلسل ګټلو لوبو شمیر ۸ ته ورساوه.

افغان لوبډلې د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې اتلې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تر ۲۰۱۷ م کال مارچ میاشت پورې د بریاوو مسلسله لړۍ روانه کړې وه، چې د ۱۱ لوبو وروسته یې ماتې وخوړه، خو په تیر ۲۰۱۸ م کال کې یې دغه کار بیا پیل کړی او اوس مهال ۸ بریاوو ته ورسید.

فغان لوبډلې هغه مهال ۵ ځل ایرلینډ، ۴ ځل متحده عربي امارات، یو ځل ویسټ انډیز او یو ځل د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او په دویم ځل سلسله کې یې تر دې مهاله په تیر ۲۰۱۸ م کال کې ۳ ځل بنګله دیش، ۲ ځل زیمبابوې او د وروستۍ لوبې د ماتې په شمول یې درې ځل ایرلینډ ته ماتې ورکړې دي، چې شمیر ۸ ته رسیږي.

که افغان لوبډله د ایرلینډ خلاف د نن شپې په سیالۍ کې بیا ایرلینډ ته ماته ورکړي او هم په وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سبا بیا د ایرلینډ خلاف بریا خپله کړي، نو د بل نوي ریکارډ ثبتولو پسې به ولاړه شي، چې نورو لوبډلو ته به دویم ځل لپاره د افغان لوبډلې لخوا دغه ریکارډ پاتې شي. ټاکل شوې د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب د هندوستان دهرادون کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوه ټیسټ لوبه ترسره شي، چې د مارچ میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې به دغه لړۍ دوام وکړي او هم په دې سفر کې دواړه افغان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله ته د ټیسټ کرکټ تاریخي سیالۍ بریا خپلولو چانس شتون لري.