راشد خان د غره سره ډغرې وهي او د یو زورور ریکارډ شاه یې نیولې ده

لیکنه: محمد اسماعیل ملکزی

په شل اوریزو سیالېو کې راشدخان په روان ۲۰۱۸ کال کې ترټولو لوبغاړو ډیرې ۹۴ ویکیټې په ۵۹ لوبو کې ترلاسه کړي.
خان د روان کال تر پایه ۶ نورو ویکیټو ته اړتیا لري او د کال ترپایه دوه نورې سیالۍ شل اوریزې سیالۍ هم لري، ترڅو په یوه کال کې ځان تر  هغه ریکارډه ورسوي، چې تر اوسه یې د نړۍ هېڅ یو لوبغاړی په ترلاسه کولو څه چې په د خان په څېر په ور نږدې کولو کې هم پاتې راغلی دی. هغه ریکارډ د ‍۱۰۰ لوبغاړو سوځول دي. خان اوسمهال ۹۴ لوبغاړي سوځولي دي او یوازې په دوه سیالېو کې ۶ نورو ویکټو ته اړتیا لري، څو مهم ریکارډ جوړ کړي.

له راشد خان څخه وړاندی ویسټ انډیزی (ډې جې براوو) په دوهم مقام کې ځای لري، چې په ۲۰۱۶ کال کې په ۷۲ سیالیو کې یې ۸۷ ویکیټې ترلاسه کړې وې،
خو تیرکال کی هم افغان ګوګلی ماسټر راشد خان تر نورو نړیوالو لوبغاړو ډیرې ۸۰ ویکیټې په ۵۶ سیالیو کې ترلاسه کړې.

راشد خان ددې سربېره چې په استرالیا کې په یو ستر تجارتي لیګ سیالېو بوخت دی، مینوال او لیدونکې یې د لاسلیک ارمانونه هم لري او خان ورته په لاسونو لیکونه کوي.

هېره دې نه وي چې د روان کال د همدې ډیسمبر میاشتې تر پایه د راشد خان لومړي سیالۍ پر ۲۶ تاریخ، دوهمه سیالۍ دکال د پای په ورځ یعنې د ډیسمبر میاشتې په ۳۱مه به ترسره شي.

راشد خان د کرکټ حیرانوونکی لوبغاړی

دا چې نوموړی به یاد ریکارډ ته ورسي که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.