راشد خان د ګوتو په شمار ورځو کې د نوي ریکارډ په هڅه کې دی

تاند

د افغانستان پیاوړی توپ اچونکی او ګوګلي ماسټر راشد خان دا مهال د نړۍ په سترو لیګونو بوخت لوبغاړی دی چې د نړۍ له بل هر لوبغاړي زیات بوخت ښکاري، له هر لیګ وروسته بل لیګ ته روان شوی دی او هغه استراحت چې باید کرکټر یې وکړي، نوموړی خپلې ښې کار کرده ګۍ دې ته نه دی پریښی چې آرام وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه ۲۰ کلن ځوان د هندوستان په ای پي ایل، سي پي ایل، بي پي ایل، پي ایس ایل، ټي ټین، جنوبي افریقا او د افغانستان خپل لیګ هغه ستر لیګونه دي چې راشد خان پکې د پام وړ مینوال او تر بل هر لوبغاړي ډېر لوبیږي او په لوبه کې یې لوبېدنه بې شمېره نندارچیان لري. راشد دا مهال په اسټرالیا کې دی او هلته په لوبو بوخت دی.

راشد خان دا مهال په همدې ۲۰۱۸ کال کې تر بل هر لوبغاړي مخکښه دی او په شل اوریزو سیالېو کې یې ټول ټال  په دې کال کې ۹۲ ویکټې اخیستې دي. تر نوموړي وړاندې براوو په کال ۲۰۱۶ کې ۸۷ ویکټې اخیستې وي چې هغه مهال د پام وړ توپ اچونه بلل کېده، خو راشد یې ریکارډ ور مات کړ او اوس د یو بل غوره او نوموتي ریکارډ د جوړولو په لټه کې دی. راشد غواړي د ډيسمبر میاشتې د ګوتو په شمار پاتې ورځو کې غوره ریکآرډ جوړ کړي، هغه ریکارډ دا دی چې په روان کال کې ۸ ویکټې نورې ترلاسه کړي او د خپلو ویکټو شمېر تر سلو پورې ورسوي، چې دا کار تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ یوه لوبغاړي نه ده جوړ کړی.

دا چې راشد خان د لوبې بدلیدونکی لوبغاړی بلل کیږي، نو همدې لامل نړیوال مبصرین هم دې ته قانع کړي دي چې راشد خان کولای شي دغه ستر ریکارډ په خپل نوم کړي.