راشد خان د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

حضرت عثمان نوري

افغان ګوګلي ماسټر راشد خان چې ورو توپ ویشتونکی دی، وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لپاره ۳ ویکټې ترلاسه کړې. راشد خان ته ددې سیالۍ ۳ ویکټو یو بل ستر ویاړ هم ور په برخه کړ او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې د نړیوال کرکټ د سترو ریکارډونو شاه نیولې ده، چې په وار وار ترې یو – یو ریکارډ ماتوي.

ګوګلي ماسټر راشد خان د یوې لوبډلې په وړاندې د ډېرو ویکټو اخیستو دا ریکارډ د ۲۴ ویکټو په اخیستو سره مات کړ. له دې وړاندې شاهد افریدي په ۱۵ سیالېو کې د نیوزلینډ خلاف ۲۱ ویکټې ترلاسه کړې. له افریدي را وروسته شکیب الحسن د ویسټنډیز ۱۹ لوبغاړي سوزولي و. اوس راشد خان د ایرلینډ خلاف په ۹ سیالېو کې ۲۴ ویکټې واخیستې او دا ریکارډ یې هم په خپل نوم کړ.

د راشد خان په ګډون د افغانستان کرکټ ملي او نورو لوبډلو ډېر لوبغاړي اوس د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبیږي چې د افغانستان لپاره یې ستر ویاړونه راوړي دي او تل یې هڅه کړې ده چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو په ګډون د نړېوالو زړونه لاسته راوړي او راوړي یې هم دي.