شیمرون هیتمیر ویسټ انډيز وژغوره

د شیمرون هیتمیر د سلیزې په مرسته ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه. ددې سیالۍ ټاس انګلستان لوبډلې وګاټه او لومړۍ یې توپوهنه وکړه او ویسټ انډیز د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د ۲۹۰ منډو هدف ورکړ.

د هدف د ترلاسه کولو په مقابل کې د انګلینډ ټوله لوبډله ۴۸م اور کې په ۲۶۳ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۲۶ منډو په توپیر وبایلله. ویسټ انډیز ته شیمرون هیتمیر په ۸۳ بالونو د څلور شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې له ۲۲ لوبو څخه دا د هیتمیر څلورمه سلیزه وه.

په دې لوبه کې کرېس ګېل ۵۰ منډې وکړې، خو په لومړۍ لوبه کې یې د ۱۲ شپږیز او څلور څلوریزو پر مټ ۱۳۵ منډې کړې وې. انګلستان ته توپ وهنه کې بین سټوکس ۷۹ او ایون مورګن ۷۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې، خو ویسټ انډیز ته توپ اچونه کې کټریل ۵ او هولډر ۳ ویکټې واخېستې.

هېره دې نه وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ څخه یې ټاکل شوې درېیمه لوبه راتلونکې دوشنبه ترسره شي.