افغان لوبډله نړیوال حیرانوي

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان ایرلینډ ته د «۸۴» منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ.

افغانستان په یاده سیالۍ کې د عثمان غني او حضرت الله ځاځي په زړه پورې او اسمان څکو شپږیزو په مرسته ایرلینډ لوبډلې ته ۲۷۹ منډې ریکارډ هدف وټاکه، حضرت ځاځي د ۱۶ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته په ۶۲ توپونو ۱۶۲ ناسوځېدلې او عثمان غني په ۴۸ توپونو د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

په ځواب کې ایرلینډ لوبډلې لخوا سټرلینګ او کیون اوبراین په زړه پورې پېل وکړ خو د راشد خان توپ اچونې مخه یې ونشوه نیولای، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سټرلینګ ۹۱ منډې جوړې کړې، په ځواب کې راشد خان ۴ ویکټې واخیستې.

په یاده سیالۍ کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د حضرت الله ځاځي لخوا یو شمېر نړیوال ریکارډونه کیښودل شول چې په لاندې ډول دي:

حضرت الله ځاځی لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالۍ کې له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړوي، نوموړی له محمد شهزاد وروسته دویم افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې سلیزه وهي.
حضرت الله ځاځی دویم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې زیاتې منډې جوړې کړې، نوموړي د ۱۶ شپږیزو او ۱۱څلوریزو په مرسته په ۶۲ توپونو «۱۶۲» ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، له ده وړاندې آرون فینچ د زمبابوې پر وړاندې ۱۷۲ منډې جوړې کړي دي.
حضرت الله ځاځي دریم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې چټکه سلیزه وهي، نوموړي په ۴۲ توپونو سلیزه پوره کړه، له دې وړاندې ډیویډ میلر او روهیټ شرما په ۳۵-۳۵ توپونو سلیزې وهلې دي.
حضرت الله ځاځی لومړی نړیوال لوبغاړی شو چې په یوازینۍ شل اوریزو سیالیو کې زیاتې «۱۶» شپږیزې وهي، له دې وړاندې آرون فینچ د انګلستان لوبډلې پر وړانندې په یوه لوبه کې ۱۴ شپږیزې وهلې وې.
افغانستان لوبډلې په یاده سیالۍ کې د اوپنرانو اوږدې ملګرتیا نړیوال ریکارډ جوړ کړ، د عثمان غني او حضرت الله ځاځي ترمنځ د «۲۳۶» منډو ملګرتیا جوړه شوه، له دې وړاندې د استرالیا لوبغاړو په ۲۰۱۸م کال کې د آرون فینچ او ډارسي شورټ لخوا د زمبابوې پر وړاندې «۲۲۳» منډې ملګرتیا کړې وه.
افغانستان لوبډلې بل نړیوال ریکارډ په شل اوریزو سیالیو کې د ستر هدف او زیاتو منډو جوړول وو، دوی په دغه سیالۍ کې «۲۷۸» منډې جوړې کړې، له دې وړاندې استرالیا د سریلنکا پر وړاندې په ۲۰۱۶م کې «۲۶۳» منډې جوړې کړې وې.

له بل اړخه د ایرلینډ لوبډلې لخوا ځواب هم په زړه پورې و، دوی د لومړۍ ویکټې «۱۲۶» منډې ملګرتیا وکړه چې د ایرلینډ لپاره تر ټولو ډیره ده، سټرلینګ ۹۱ منډې جوړې کړې چې د ایرلینډ یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو ډیرې دي.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډلې د تېرې لوبې په پرتله غوره مدیرتوب، د تکنیک استعمال او د ځینو ښه لوبغاړو انتخاب کړی و چې مثبت ثابت شو او په مرسته یې افغانستان وتوانېد یو شمېر نړیوال ریکارډونه جوړ کړي، ددوی ترمنځ دریمه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي