د حضرت االه ځاځي او د ملي لوبډلي د ننې ګټلې لوبې ريکارډونه

دعوت خان

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن/شنبه/ یو ځل بیا وکولای شول چې په یوې تاریخي سیالۍ کې ایرلینډ لوبډلې ته تاریخي ماته ورکړي، چې په دې سره یې سیریز دوه په صفر مساوي کړ. افغان کریس ګېل حضرت الله ځاځي په نن سیالۍ کې بهترینه توپوهنه د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړه. نوموړي وړاندې له دې چې خپله لوبه پېل کړي، په خپله فسبوک پاڼه له مینه والو غوښتنه کړې وه چې د نوموړي لپاره د ښې لوبې دعا ګانې وکړي، څو د ملي لوبډلې لپاره د بریا سبب وګرځي.

د ننۍ لوبې د بریا د مبارکۍ پېغام هم شېبه وړاندې اجرایئه ریئس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپله فسبوک پاڼه پورته کړ او دا یې د افغانستان لپاره د تاریخي ریکارډونو او نه هېریدونکي سیالي وبلله.

د تاند اداره هم خپلو مینه والو ته ددې سیالۍ مبارکي وايي.

دا چې په دې سیالۍ کې کوم ریکارډونه جوړ شول، دلته یې راسره ولولئ.

۱ – د حضرت ځاځي د ۱۶ شپږيزو ريکارډ چې تر دې مخکي په ۱۴ شپږيزو د ارون فينچ سره وو.

۲- تر ميلر او روهيت شرما د ۳۵ توپونو په مټ تر تيزي سليزي، وروسته د حضرت ځاځي له لورې د دريم لوبغاړي په حېث په ۴۲ توپونو د سليزې وهل.

۳ – حضرت ځاځي په يوه نړيواله شل اووريزه لوبه کي د ۱۶۲ منډو په کولو سره د ارون فينچ تر ۱۷۲ منډو وروسته دويم مقام کي ريکارډ جوړ کړ.

۴ – د اسټراليا د اوپنرانو، ارون فينچ او ډي ام شارټ د ۲۲۳ منډو د ملګرتيا ريکارډ ماتول، د حضرت ځاځي او عثمان غني له لورې د ۲۳۶ منډو ملګرتيا ريکارډ جوړول.

۵ – په نړيوالو شل اووريزو لوبو کې د ۲۷۹ منډو هدف ټاکلو ريکارډ چې مخکي په ۲۶۳ منډو له اسټراليا سره وو.

۶ – حضرت ځاځي د لومړني افغان په حيث ۱۵۰يزه ووهله

او تر شهزاد محمدي وروسته د حضرت ځاځي له لوري د دويم افغان لوبغاړي په حيث د سليزي وهل.