د هند غوره لیګ مشران ښايي د حضرت ځاځي په نه اخیستو پښېمانه وي

عصمت الله مایار

***
د بنګله دېش په غوره ليګ کې نوي اخيستل شوي افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د دغه ليګ مينه وال په خپلې بې سارې توپوهنې حيران کړي دي.
نوموړی چې د شکېب الحسن په مشرۍ له ډاکه ډاينامېټس لوبډلې سره په لوبو کې لوبېږي، تر دې مهاله يې يوازې په لومړيو دوو لوبو کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې دي.
هغه وړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې د راجشاهي کېنګز په وړاندې ۷۸ منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو او نن يې هم د کولنا ټيټانز لوبډلې په وړاندې د ۵ شپږيزو او ۴ څلوريزو په مټو ۵۷ تېزې منډې وکړي او يو ځل بيا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. ځاځي په تېرې لوبې کې هم د لوبې غوره لوبغاړی و، په دغه تجارتي لیګ کې اووه نور افغان لوبغاړي هم لوبیږي.


د افغان ګریس ګیل حضرت الله ځاځي دې په زړه پورې لوبې د بي پي ال د مينه والو او مبصرينو پام ور اړولی دی.
که څه هم فکر کېده چې حضرت ځاځی ښايي د هند غوره ليګ ته هم واخيستل شي، خو د ډېرو په باور نوموړی تر دې مهاله د کرکټ په نړۍ کې يو څه نوی دی، نو ځکه د ای پي ال د لوبډلو د منېجرانو ورته پام ور وانه وښت، خو په راتلونکو کلونو کې به هرو مرو اخيستل کېږي.
د افغان کریس ګیل پوره نوم حضرت الله ځاځی دی او نوموړی د ۱۹۹۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د شملورو وطن (پکتیا) ځاځي اریوب کې وزږېد. ځاځی د نن ورځې په ګډون شل کاله او ۲۶۱ ورځې عمر لري. حضرت الله ځاځی وړاندې له دې چې ملي ټیم ته لاره پېدا کړي، له رسنېو سره په خبرو کې ویلي وو چې ارمان لرم، څو په ملي لوبډله کې ولوبیږم. ځاځي دا هم ویلي وو: د خوښې لوبغاړی مې کریس ګیل دی او غواړم د هغه په څېر لوبي وکړم.
حضرت الله ځاځی اوپنر لوبغاړی دی او د توپوهنې انداز یې په کیڼ لاس توپوهنه ده. ځاځی فارټ ټایم توپ اچونه هم کولای شي او سلو توپ اچونه هم په کیڼ لاس کوي.