افغان چپ لاسی بریدکوونکی لوبغاړی حضرت الله ځاځي په اړه بشپړ معلومات
محمد اسماعیل ملکزی
حضرت الله ځاځی په ۱۹۹۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب نومي ځای کې زیږیدلی ځاځی اوس شل کاله او ۲۹۲ ورځې عمر لري.
ځاځی لومړی دافغانستان نولس کلنه لوبډله کې اوبیا په شپږیږه لیګ کې دبندامیر او دافغانستان غوره لیګ کې بیا دکابل په ګټه ولوبیدی.
ځاځي خپله لومړنی نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره کړه چې یاده سیالۍ کې د۱۸منډو له جوړولو ورسته له لوبډلي څخه کښېنول شو او په ۲۰۱۸کال کې بیا دایرلینډ خلاف ولوبیدی چې دافغان لوبډلي لپاره ښه ثابت شو.
ځاځی په نړیوالو شل اوریزو لووبو کې درې لوبې ترسره کړي دي چې ۱۷۴ منډي جوړي کړي خو ځاځی په دوه پنځوس اوریزو سیالیو کې بیا یواځي پنځلس منډي جوړې کړي
ځاځی په ټولو ۲۲ شل اوریزو سیالیو کې لوبیدلی چې د۵۸ شپږیږو او ۷۴ څلوریزو پرمټ ۸۴۷منډي جوړي کړي ځاځی په ټولو شل اوریزو سیالیو کې یوه سلیزه او ۶ نیمه سلیزي جوړي کړي
خو ځاځی خپل دکرکټ په دوران کې په یو اور کې دشپږ شپږیږو په وهلو سره ځان د دوه نورو چپ لاسو لوبغاړو کریس ګیل او یوراج سینګ سره برابر کړ.