د نړۍ مشهور لوبغاړی معیوب دی

عمران باران

مار ټین ګپټېل نومېږي، ۳۲ کلن دی، د نیوزیلنډ د کرکټ کلي لوبډلې پیاوړی،تجربه لرونکی او اعتمادي لوبغاړی دی!

د ګپټېل په چپه پښه کې یواځې درې ګوتې دي یعنې دوه ګوتې یې نشته خو بیا د نړۍ د چټکو فیلډرانو او توپ وهونکو څخه دی!

د ګپټېل د توپ نیونې انځورونه په کراتو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي، د ګپټېل دا آخرنی انځور چې تاسو یې پاس لیدلی شئ د هغه د آخرنیو انځورونو څخه دی چې د سریلانکا پروړاندې یې یو په زړه پوری کېچ نیولی.

د یادونې وړ ده چې ګپټېل په تېر پنځوس اوریز نړېوال جام کې یوه لوبه کې وېسټ انډیز پروړاندې ۲۳۷ منډې وکړې چې په یوه پاڼۍ کې د ډېرو منډو ترسره کولو په قطار کې دوهم ځای خپل کړ.