مجیب د هند د غوره لیګ غوره لوبغاړی

تاند- د افغانستان تنکی لوبغاړی مجیب الرحمن د هند د کرکټ په غوره لیګ یا آی پي ایل کې تراوسه پورې د ۵ تر ټولو ښو لوبغاړو په منځ کې لومړی بلل شوی دی.

د سپورت ۳۶۰ ویبپاڼې د راپور له مخې، هر چا فکر کاوه چې که د تورنمنټ غوره لوبغاړی د افغان لوبغاړو له منځه غوره کېده نو هغه به راشد خان وي؛ خو هیچا فکر نه کاوه چې د افغانانو په منځ کې یو بل استعداد هم شته.

Mujeeb in IPLمجیب سره له دې چې ۳ لوبې د ګوتې د خوږېدو له کبله ونه کړای شوې، بیا هم تر دې دمه د تورنمنټ غوره لوبغاړی ګڼل کېږي.

د ایسپن کریک اینفو د راپور له مخې، تراوسه پورې مجیب او راشد خان دواړو ۳۰ لوبغاړي سوځولي او دواړو تر ټولو لږ منډې (۶ اعشاریه۵۹) ورکړي دي.