افغان لوبغاړي د هند په غوره لیګ کې تر ټولو اقتصادي او ښه بلل شوي

تاند- د هند د غوره لیګ (IPL) په سیالیو کې افغان توپ اچونکي یا باولران تر ټولو اقتصادي او ښه لوبغاړي ثابت شوي دي.

د (espncricinfo.com) د راپور له مخې، راشد خان او مجیب الرحمن تراوسه پورې نه یوازې ۳۰ لوبغاړي سوځولي، بلکې تر ټولو یې لږې منډې ورکړي دي.

ویبپاڼه وايي، محمد نبي ته په دې سیالیو کې ډېر چانس نه دی ورکړل شوی څو هغه هم ځان ثابت کړی وای خو راشد په ټولو او مجیب له ۳ سیالیو پرته په نورو کې لوبېدلی دی.

IPLمجیب په درو سیالیو کې د دې لپاره ونه لوبول شو چې ګوته یې ژوبله شوې وه.

راشد خان او محمد نبي د حیدراباد له سن رایزر لوبډلې سره او مجیب د پنجاب له ۱۱ کینګز سره لوبېږي.

د ایسپن کریک اینفو د راپور له مخې، تراوسه پورې مجیب او راشد خان تر ټولو لږ منډې (۶ اعشاریه۵۹) ورکړي دي.

د هند په غوره لیګ سیالیو کې پر بهرنیو لوبغاړو ۳۹ ملیون ډالره لګول شوي دي.

په بیټنګ کې استرالیايي لوبغاړي تر ټولو ښه ځلېدلي دي.