مجیب د هند د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ۲ لوبغاړي وسوځول

تاند- افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د هند د غوره لیګ (IPL) په تاریخ کې تر ټولو د کم عمره لوبغاړي په توګه خپل نوم ثبت کړ.

مجیب، چې د پنجاب کینګز لوبډلې اخیستی دی، نن /یکشنبه/ په خپله لومړنۍ مسابقه کې د ډیلي داردیولز لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

ده په څلورو اوورونو کې نه یوازې د داردیولز تکړه لوبغاړي وسوځول بلکې په نسبي ډول یې لږ منډې یعني ۲۸ منډې ورکړې.

هندي رسنۍ وايي چې مجیب په فیلډ کې هم ښه وځلېد. ده د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی رن اوټ کړ. په حقیقت کې مجیب نن ۳ لوبغاړي وسوځول.

د هند په روان غوره لیګ کې د افغانستان د ملي ټیم راشد ارمان او محمد نبي هم لوبېږي. دوی دواړه د تېر ځل په شان حیدراباد سن رایزر اخیستي دي.

پنجاب کینګز دا مسابقه په ۶ ویکټونو او ۷ توپونو وګټله.