په سعودي کې د لومړي ځل لپاره د نجونو بایسکل ځغاسته

تاند- د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې د نجونو د بایسکل ځغاستې سیالي وشوه.

دې مسابقې، چې د سې شنبې په ورځ په جده کې وشوه، ډېر خلک حیران کړل.

د دې مسابقې تنظیموونکې ندیمې ابوالعینین رسنیو ته ویلي چې په سیالۍ کې د دومره ډېرو ښځو ګډون ورته هڅوونکی و.

دې دغه راز ویلي چې په مسابقه ګډون ته ډېرو ښځو لېوالتیا لرله خو دوی نه شوای کولی چې ټولو ته موقع ورکړي.

د سعودي ښځې دې ته تیارې دي چې په ټولنه کې فعال رول ولري خو د دولت له لوري ازادیو ته انتظار دي.

۴۷ سعودي نجونو پر بایسکل ۱۰ کیلو متره لار کچ کړه.

تر دې وړاندې په سعودي عربستان کې ښځو ته د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوه چې لوبغالي ته لاړې شي او د فوټبال مسابقه له نژدې وونیي. همداراز هغوی ته د سینما او کنسرت اجازه ورکړل شوه.