د پاکستان په بایسکل ځغاسته کې د افغان لوبغاړو ګډون

تاند-  نژدې ۹۰ افغان او پاکستاني بایسکل ځغاستو په درو پړاوونو کې ۳۵۰ کیلومتره مزل وکړ.

د پاکستان د اوبو او برښنا د ادارې نجیب الله په دې سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه.

ده په لومړیو دوو پړاوونو کې دوهم اودرېم مقام ترلاسه کړ خو په درېم یا وروستي کې لومړی شو.

دا سیالي د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښوره پیل شوې خو درېم پړاو یې له ایبټ اباده پیل شو چې په ۲۰۱۱ کې بن لادن پکې وژل شوی و.

د بریتانیا د (سایکلینګ ویکلي) اوونیزې د راپور له مخې، د دې سیالۍ هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کول او په سیمه کې د ګرځندوی صعنت ته وده ورکول و.

د دې بایسکل ځغاستې په لومړي پړاو کې، چې له پېښوره پیل شو، ۸۷ تنو برخه لرله. د هغوی له منځه ۶ تنه پر بایسکل له افغانستانه راغلي ول.

نورو لوبغاړو سیالي په نیمه کې پرېښوده خو ۵۰ تنو بشپړه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *