افغان بایسکل ځغاستو د سولې پیغام په نیویارک کې د م.م. سرمنشي ته ورساوه

تاند- دوه افغان بایسکل ځغاستي له شاوخوا ۱۰ میاشتې سفر وروسته نیویارک ته ورسېدل او د جمعې په ورځ /مې ۲۰/ یې د سولې او پیوستون له پیغام سره د ملګروملتو په مرکز کې د دې نړیوالې موسسې له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.

نادرشاه ننګرهاری، چې په ۲۰۰۳ م کال کې یې په افغانستان کې د بایسکل ځغاستي اتلولي ګټلې وه، له خپل ۱۷ کلن زوی سره یوځای په داسي حال کې د ملګروملتو له سرمنشۍ سره ولیدل او چپنه یې ورواغوسته چې په م.م. کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل هم حاضر و.

نادرشاه ننګرهاري وویل:«موږ افغانان غواړو چې د نړۍ د نورو ملتونو له کورنۍ سره یوځای په سوله کې ژوند وکړو او موږ غواړو چې نړیوالو ته خپله پېژندګلوي په سوله کې وکړو.»

په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازي، محمود صیقل، چې له افغان بایسکل ځغلوونکو سره ملګری و، د م.م. له سرمنشي سره په کتنه کې وویل:«افغانستان، چې یو وخت د سیمې تر ټولو سوله ییز او امن هیواد و، د خپل تېر سوله ییز تاریخ د بیا ژوندي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې اوږدمهالو ژمنو ته اړتیا لري. او دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د همکارۍ پر سمبول بدل شي.»

ده زیاته کړه، نادرشاه او زوی یې په زرګونو کیلومتره مزل یوازې د دې لپاره وکړ چې د سولې پیغام ولېږدوي.

نادرشاه ننګرهاري وویل چې دی به نړیوالو ته د سولې د پیغام د رسولو هڅو ته دوام ورکړي څو نړیوال پوی شي چې د افغان ملت حقیقي ماهیت د زرګونو کلونو بډای او ویاړلی تاریخ دی.

ښاغلي ننګرهاري همداراز وویل، کله چې د افغانستان په ګوټ – ګوټ کې کلیوال ویني، دوی ورڅخه تل یوازې همدا غوښتنه لري چې«موږ له جګړو ستړي یوو، موږ د خپلو ماشومانو لپاره د توپک پر ځای کتابونه او قلمونه غواړو.»

ننګرهاری، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم کلک ملاتړی او فعال دی، د واکسیناسیون او د ماشومانو د زده کړو لپاره هم په افغانستان کې څو ځلي کمپیانونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *