د لومړي ځل لپاره به ۲ افغان لوبغاړي د المپیک په ژمنیو سیالیو کې ګډون وکړي

تاند- د افغانستان د المپيک کمېټه وايي، دهغو دوو لوبغاړو نومونه یې د المپیک د ژمنیو سیالیو لپاره ثبت کړل چې د سکي په سیالیو کې به ګډون وکړي.

د سکي دوه افغان لوبغاړي، سید علي شاه فرهنګ او سجاد حسیني به د فبرورۍ په نهمه نېټه د المپیک په نړیوالو، ژمنیو سیالیو کې برخه واخلي.

د المپیک ژمنۍ سیالۍ به د 2018 میلادي کال له نهمې تر 25 نېټې دوام وکړي.

فرانس پرس خبري اژانس ته د افغانستان د المپیک کمېټې ویلي چې د دواړو لوبغاړو نومونه یې ثبت کړي او د لومړي ځل لپاره به افغان لوبغاړي د المپیک په ژمنیو سیالیو کې ګډون وکړي.

سید علي شاه فرهنګ او سجاد حسیني اوسمهال په سویس کې د سکي په تمرینونو لګیا دي.

دواړو فرانس پرس ته ویلي چې غواړي د افغانستان ښه تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي او د خپل هېواد غوره استازیتوب وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *